تازه خبرونه
په مسکو کې د اسلامي امارت سفیر د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي سره وکتل
د افغانستان سفارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې پر اړینو سیمهییزو مسلو، روسیې ته د افغان کارګرانو د لېږد میکانیزم او د اقتصادي همکاریو پراخولوبحث او خبرې شوې دي.
په مسکو کې د افغانستان سفارت په روسیه کې د اسلامي امارت د سفیر ګل حسن حسن او د دې هېواد د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره له لیدنې خبر ورکړ.
د افغانستان سفارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې پر اړینو سیمهییزو مسلو، روسیې ته د افغان کارګرانو د لېږد میکانیزم او د اقتصادي همکاریو پراخولوبحث او خبرې شوې دي.
په مسکو کې د افغانستان سفارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د ګډو پروژو پر پليکولو او دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وشو.