تازه خبرونه
په مسکو کې د افغانستان سفیر له افغان سوداګرو سره وکتل
د یاد سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: په دې کتنه کې، چې د سفارت یو شمېر ډیپلوماټانو هم ګډون درلود؛ د متقابل تفاهم، همغږۍ او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا سربېره د افغانستان او روسیې د اړوند سوداګریزو ستونزو په اړه هم خبرې شوې دي.
په روسیه کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې هېواد کې افغان سفیر ګل حسن حسن د دوشنبې پر ورځ( د سلواغې شلمه ) په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر او ځانګړي استازي ګل حسن حسن له روسیې میشتو افغان سوداګرو سره د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د یاد سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: په دې کتنه کې، چې د سفارت یو شمېر ډیپلوماټانو هم ګډون درلود؛ د متقابل تفاهم، همغږۍ او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا سربېره د افغانستان او روسیې د اړوند سوداګریزو ستونزو په اړه هم خبرې شوې دي.
ګل حسن حسن افغان سوداګر په هېواد کې پانګونې ته وهڅول او دا یې د هغوی ملي دنده وبلله.
نوموړي افغان سوداګرو ته ډاډ څرګند کړ، چې سفارت د سوداګریزو چارو په برخه بشپړه همکاري کوي.
ویل کیږي، چې روسیې میشتو افغان سوداګرو هم په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې، اندېښنې او وړاندیزونه وړاندې کړل او د اسلامي امارت له اړوند ادارو یې د اغېزمن ملاتړ، همکارۍ او پاملرنې غوښتنه وکړه.