تازه خبرونه

په مسکو کې د روسیې او امریکا ځانګړیو استازيو پر افغانستان خبرې کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۵, ۱۴۰۰)

د روسیې د امنیت شورا ویاند یوګني انوشین ویلي، چې د دې شورا مرستیال الکساندر ویندیکتوف د دوشنبې پر ورځ د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي ټوماس ویسټ سره وکتل.

هغه زیاته کړې؛ وینډیکتوف د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره د افغانستان د روانو حالاتو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

ټوماس ویسټ هم په خپل ټویټ کې په ډاګه کړې؛ مسکو ته یې د خپل سفر پر وخت د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د امنیت شورا له مرستیال الکساندر ویندیکتوف سره په افغانستان کې پر ګډو ګټو او له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو( اسلامي امارت) د ژمنو پر پوره کولو بحث او خبرې کړې دي.

د امریکایي او روسي استازیو دغه ناسته د اسلام آباد له ټرویکا پلس ناستې وروسته ترسره کېږي، چې په کې د امریکا، روسیې، پاکستان او چین استازیو د افغانستان پر وضعیت هر اړخیزې خبرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version