سیمه ییز خبرونه

په مشرانو جرگه كې افغان بيسيم مخابراتي شركت وستايل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

مشرانو جرگې افغان بيسييم مخابراتي شركت يوه غوره مخابراتي شركت وباله. په هغه ناسته كې، چې د چارشپبې په ورځ(د مرغومي۲۵) د مشرانو جرگې د مخابراتو او مواصلاتو په كميسيون كې تر سره شوه د افغان بيسيم مخابراتي شركت  ډاډمن كار هم وستايل شو.

د مشرانو جرگې د مخابراتو او مواصلاتو كميسيون مشر انجينير احمد جاويد روف، افغان بيسيم مخابراتي شركت تر ټولو بريالى شركت وباله.

د مشرانو جرگې غړى مير بهادر واصفي وايي، په هغو څېړنو كې، چې تر سره شوي دي ښيي، چې د افغان بيسيم مخابراتي شركت كړنې د ستايلو وړ دي.

د افغان بيسيم مخابرايتي شركت رييس امين رامين وايي، چې دغه شركت په پراخه توگه هڅه كوي، چې خلكو ته په مخابراتي برخه كې نورې آسانتياوې هم را منځ ته كړي.

د افغان بيسيم مخابراتي شركت رييس امين رامين ژمنه وكړه، چې خلكو ته په مخابراتي برخه كې نورې آسانتياوې هم را منځته كړي.

Trending

Exit mobile version