سیمه ییز خبرونه

په مشرانو جرگه كې افغان بيسيم مخابراتي شركت وستايل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرگې د شكايتونو اوريدو كميسيون د چارشنبې په ورځ(د مرغومي۲۰) افغان بيسيم مخابراتي شركت د غوره مخابراتي خدمتونو  د تر سره كولو په دليل وستايه.

د دې كميسيون رييس داكتر زلمى زابلي وايي:

افغان بيسيم مخابراتي شركت په تېره لسيزه كې هېواد والو ته غوره خدمتونه وړاندې كړي دي.

د افغان بيسيم مخابراتي شركت رييس امين رامين د مشرانو جرگې د شكايتونو اوريدو د كميسيون له دې اقدام د هركلى تر څنگ ټينگار وكړ، چې:

افغان بيسيم مخابراتي شركت به د مخابراتي خدمتونو د وړاندې كولو لپاره خپلې هڅې نورې هم گړندۍ كړي.

ويل كيږي د دې اوونۍ په لومړيو كې د ولسي جرگې د شكايتونو اوريدو كميسيون افغان بيسيم مخابراتي شركت د غوره مخابراتي خدمتونو په دليل ستايلى و.

افغان بيسيم، په افغانستان كې د مخابراتي خدمتونو د وړاندې كولو په برخه كې آشنا نوم دى او په وروستيو لسو كلونو كې يې هېواد والو ته غوره خدمتونه وړاندې كړي دي.

Trending

Exit mobile version