سیمه ییز خبرونه
په مشرانو جرگه كې افغان بيسيم مخابراتي شركت وستايل شو
د مشرانو جرگې د شكايتونو اوريدو كميسيون د چارشنبې په ورځ(د مرغومي۲۰) افغان بيسيم مخابراتي شركت د غوره مخابراتي خدمتونو د تر سره كولو په دليل وستايه.
د دې كميسيون رييس داكتر زلمى زابلي وايي:
افغان بيسيم مخابراتي شركت په تېره لسيزه كې هېواد والو ته غوره خدمتونه وړاندې كړي دي.
د افغان بيسيم مخابراتي شركت رييس امين رامين د مشرانو جرگې د شكايتونو اوريدو د كميسيون له دې اقدام د هركلى تر څنگ ټينگار وكړ، چې:
افغان بيسيم مخابراتي شركت به د مخابراتي خدمتونو د وړاندې كولو لپاره خپلې هڅې نورې هم گړندۍ كړي.
ويل كيږي د دې اوونۍ په لومړيو كې د ولسي جرگې د شكايتونو اوريدو كميسيون افغان بيسيم مخابراتي شركت د غوره مخابراتي خدمتونو په دليل ستايلى و.
افغان بيسيم، په افغانستان كې د مخابراتي خدمتونو د وړاندې كولو په برخه كې آشنا نوم دى او په وروستيو لسو كلونو كې يې هېواد والو ته غوره خدمتونه وړاندې كړي دي.