سیمه ییز خبرونه
په مشرانو جرگه كې د مجاهدينو شورا له غبرگون سره مخ شوه
د مشرانو جرگې ځينو غړيو د افغانستان د سويل لويديځ د مجاهدينو د شورا په جوړيدو غبرگون وښود.
دوى له ملي او با نفوذه شخصيتونو وغوښتل، چې:
د شورا گانو د جوړيدو په ځاى دې د اوسني نظام د پياوړتيا لپاره هڅې وكړي.
كه څه هم د افغانستان په اساسي قانون كې هرافغان ته د دې حق وركړشوى، چې سياسي ډله، ائتلاف او سازمان جوړكړي؛ خو د مشرانو جرگې لومړى مرستيال محمد علم ایزدیار او غړى داوود اساس د افغانستان د سويل لويديځ د مجاهدينو د شورا په جوړيدو نيوكې كوي.
ويل كيږي، چې د هېواد په لويديځ كې ځينو جهادي كوماندانانو نږدې يوه مياشت وړاندې د افغانستان د سويل لويديځ د مجاهدينو شورا جوړه كړه.
بل لور د مشرانو جرگې غړي هدایت الله رهایي او محمد داود اساس د ټاكنو د خپلواك كميسيون له خوا د ولسمشريزو او ولايتي شورا گانو د ټاكنو د نېټې له اعلان هركلى وكړ.
دوى همدا راز له دولت وغوښتل، چې:
د برېښنايي تذكرو په وېش كې جدي اقدامات ترسره كړي.
ويل كيږي وروسته له دې، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون تېره اوونې د ولسشمريزو او ولايتي شوراگانو د ټاكنو نېټه اعلام كړه، دې چارې د ولسي جرګې د ځينو غړو غبرګونونه را وپارول.