سیمه ییز خبرونه

په مشرانو جرگه كې د ټاكنو د امنيت په اړه اندېښنې څرگندې شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كورنيو چارو وزارت د ټاكنيزو مركزونو د امنيتي تدابيرو ورستى لست د ټاكنو خپلواك كميسيون ته سپارلې، چې له مخې يې امنيتي بنسټونو په سلو كې د دري نوي ټاكنيزو مركزونو د امنيت په باب ډاډ وركړى دى.

د راى وركولو د مركزونو ليست تر لس ورځو ځنډ وروسته د ټاكنو خپلواك كميسيون ته سپارل شوى؛ خو په دې اړه بېلابېل اندوونه موجود دي:

د مشرانو جرگې غړي داود اساس، گل احمد عظيمي او علي اكبر جمشيدي تراوسه هم د ټاكنو د مركزونو د امنيت په اړه اندېښمن دي او وايي، كه د ټاكنو امنيت سم ټينگ نه شي، روڼوالى به يې ترپوښتنې لاندې راشي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو د بنسټ وياند فهيم نعيمي او د افغانستان د رڼو ټاكنو د بنسټ رييس نعيم ايوب زاده د راى وركولو د مركزونو د ليست په اړه هم خوشبين نه دي.

د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې د ټاكنو په وړاندې د امنيتي ستونزو د له منځه وړلو په اړه جدي كار روان دى او ډاډه يو، چې په راتلونكيو مياشتو كې به داستونزې حل شي.

دا اندېښنې په داسې حال كې ښودل كيږي، چې د افغانستان برخليك ټاكونكيو ټاكنو ته يوازې دوه نيمې مياشتې پاتې دي، چې د افغانانو په مشرۍ او مديريت به ترسره شي.

Trending

Exit mobile version