نړۍ

په مصر کې د دوه اورګاډو له ټکره ۱۹۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

رویټرز د مصر د روغتیایي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې: د جمعې پر ورځ د دې هېواد د سوهاج په اړوند سیمه کې د دوه مسافر وړونکيو اورګاډو له ټکره ۳۲ کسان مړه شوي او ۱۶۵ نور ټپیان دي.

د اورګاډي چارواکو رویټرز ته څرګنده کړې؛ ناڅرګندو کسانو یو اورګاډی پر اوسپنیزه کرښه بې ځایه ودراوه، چې له کبله یې پر همدې کرښې د دوه یم اورګاډي له راتګ او ټکره یاده مرګ و ژوبله رامنځته شوې ده.

رویټرز د چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ پېښه پرون له قاهرې څخه ۳۶۵ کیلومتره لرې رامنځته شوې او ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

مصري چارواکو ویلي، چې د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړي او یو شمر ټپیان د درملنې لپاره پلازمېنې قاهرې ته لېږدول شوي دي.

مصر په سیمه کې ترټولو پخوانۍ او پراخه اوسپنیزه کرښه لري؛ خو ورته پېښې په کې ډېرې رامنځته کیږي.

په دې هېواد کې د اورګاډي ترټولو بد ناورین پر ۲۰۰۲ زېږدیز رامنځته شوی، چې ۳۶۰ کسانو ته ترې ځاني زیان اوښتی و.

Trending

Exit mobile version