ساینس او ​​ټیکنالوژي

په مصر کې د ۴۳ میلیون کلونو لرغونی نهنګ پاتې شوني کشف شوي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۶, ۱۴۰۰)

رویټرز د پوهانو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ په مصر کې پوهانو د څلور پښو لرونکي نهنګ پاتې شوي یا فوسیل موندلی، چې ۴۳ میلیون کاله لرنی تاریخ لري.

رویټرز زیاته کړې، چې نوي موندل شوي فوسیل د ورک شويو نهنګونو یوې بڼې سره تړاو لري.

دغه د ۳ مټرو پر اوږدوالي او ۶۰۰ کیلوګرامه وزن لرونکی څاروی لومړنی آفریقایي نهنګ پېژندل شوی، چې پوهانو فیو میکېتوس آنوبېس نومولی دی.

د اړوند پوهانو د څرګندونو له مخې؛ د دې حیوان د اسکلیټ پاتې شوني ښیي، چې دا آفریقایي حیوان د نهنګ لومړنۍ تاریخي بڼه ده.

د نهنګ د نوم لومړۍ برخه فیومیکېتوس د هغه ځای او د ده د جنس ښکارندویي کوي، چې پاتې شوني یې په کې پیدا شوي او دوه یمه برخه آنوبیس؛ د لرغوني مصري سپي سري خدای پر نوم نومولو ته، چې د مړیو د مومیایي کولو مسوول او آخرت ته د هغو د ورپېژندلو مشرۍ ته نغوته ده؛ پېژندل کیږي.

پوهان په ډاګه کړې، چې پر وروستي فوسیل موندنو سربېره په آفریقا کې د نهنګ لومړنۍ ارتقایي انځور یو راز پاتې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې دمه نهنګ ته ورته د بېلابېل سترو نهنګانو فوسیلونه موندل.

Trending

Exit mobile version