سیمه ییز خبرونه

په ملي او دولتي اشخاصو بريدونه بايد د سولې د بهير مخه ونه نيسي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د ملي امنيت رئيس وايي، پردولتي شخصيتونو او چارواكو د بريدونو دوام بايد د سولې په بهير ناوړه اغېزه ونه كړي. د افغانستان د ملي امنيت دا لوړ پوړى چارواكى، چې د طالبانو په يوه بريد كې سخت ټپي شوى و ژمنه كوي، چې افغانستان ته د سولې د راوستو په لاره كې به خپلې هڅې ډېرې كړي.

د افغانستان د ملي امنيت رئيس اسدالله خالد ترڅلورو مياشتو درملنې وروسته خپل كار پېل كړ.

پر نوموړي د هغه كس له خوا ځانمرګى بريد وشو او ټپي شو، چې ويل يې د طالبانو پېغام يې ورته راوړى دى.

ولسمشر حامد كرزي وويل، چې پر اسدالله خالد او استاد برهان الدين رباني بريدونه په كوټه كې تنظيم شوي دي.

د ملي امنيت رئيس تر درملنې وروسته د خپل كار د پېل په لومړى ورځ وويل:

په ملي او دولتي اشخاصو بريدونه بايد د سولې بهير مخه ونه نيسي.

ولسمشر حامد كرزي د افغانستان د  ملي امنيت شورا په غونډه كې د هغه كړنې وستايلې.

د ولسي جرګې يو شمېر غړي د ملي امنيت د رئيس د دې څرګندونو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

دوى وايي، سولې ته رسېدل د ترهګرو پر وړاندې د دولت روښانه ميكانيزم ته اړتيا لري.

د افغانستان د ملي امنيت رئيس په داسې حال كې له طالبانو سره د سولې د بهير پردوام ټينګاركوي، چې په دې وروستيو كې په قطر كې د طالبانو له پاره د دفتر د پرانيستلو هڅو هم زور اخيستى دى.

دا په داسې حال كې ده، چې تر اوسه طالبان نه دي حاضر شوي، چې د افغانستان  د سولې له بهير سره يو ځاى شي.

Trending

Exit mobile version