سیمه ییز خبرونه
په ملي دفاع وزارت كې ولسمشر د استقلال څلي ته د گلو گېډۍ كېښوده
ولسمشر حامد كرزي د خپلواكۍ د څلور نوييمې كليزې په وياړ د جوړو شويو مراسمو په ترڅ كې د غازيانو او استقلال څلي ته د گلو گېډۍ كېښوده.
ولسمشر حامد كرزي د تير په څير ونه غوښتل، چې د دغې تاريخي ورځې د برم په اړوند پوځيانو او يا هم رسنيو ته خبرې وكړي.
دغه راز په كابل كې لسگونه ځوانان په خپلو هڅو او مالي لگښت د دوشنبې په ورځ(د زمري ۲۸) وغوښتل، چې پر پلازمېنې سر بېره په يو شمېر ولايتونو كې خلكو ته د آزادۍ مفهوم ور سوي او له انگريزانو څخه د افغانانو د خپلواكۍ په اړه د هغوى ذهنونونه روښانه كړي.
دغه ځوانان، چي د دغه ورځي د نمانځلو لپاره راوتلي وايي، چي له دي كار څخه يي مو خه په ځوانانو كي د ملي روحيي پياوړي كول دي.
دوى وايي:
كه حكومتونه د ملي ورځو پراخه نمانځنه نه كوي، ځوانان بايد خپلې مټې را ونغاړي او د افغانستان په يو شمېر ولايتونو كې د افغانستان د خپلواكۍ د كليزې په اړه لنډ معلومات د بروشرو په بڼه خپاره كړي.
د یو تن ځوان نجيب شريفي په وينا، پر كابل سربېره ننگرهار، بلخ، هرات، پكتيا، باميان، خوست، كندوز، كندهار، بدخشان فارياب او تخاركي هم د ۲۰۰ رضاكارو ځوانانو له خوا د آزادۍ ورځ نمانځل كېږي.
كه څه هم دغه ورځ افغان دولت د تېر په څېر په شاندارو مراسمو نه نمانځي، خو بيا هم د ښار په واټونو كي امنيتي تدابير نيول شوي دي.
پوهان په دې باور دي، چې شاه امان الله ته د وخت واكمنانو درانده پيټې په ميراث پرېښي ول، چې د ټولو سمونه په لږ وخت كې ناشونې وه.
تاريخ پوهانو په ډاگه كړې، چې كه څه هم افغانانو جګړه وگټله؛ خو انگريزانو د استخباراتي لوبې په پيلولو سره د شاه امان الله خان د اصلاحاتو مخه ونيوله او پايله دا شوه، چې د استخباراتي كړيو لخوا د شاه د تكفير فتوا وركړ شوه.
د يادونې وړ ده، چې غازي امان الله خان په داسې حال كې له انگريز ښكيلاك څخه خپلواكي تر لاسه كړه، چې نړۍ د ژورو سياسي، اقتصادي بدلونونه شاهده وه.