سیمه ییز خبرونه
په منځني ختیځ کې د بي -۲ الوتکو ځای پرځای کول به د ایران لپاره پیغام وي که نه – پنټاګون
هغه هیله وښوده، چې د تهران د اټومي پروګرام لپاره به د امریکا او ایران خبرې اترې سولهییزې حل شي.
د امریکا دفاع وزیر پیټ هګسټ ویلي پرېکړه اوس د ایران پورې اړه لري، چې آیا په منځني ختیځ کې د بي -۲ بم غورځونکو الوتکو ځای پرځای کول به تهران ته یو پیغام وي که نه.
هغه هیله وښوده، چې د تهران د اټومي پروګرام لپاره به د امریکا او ایران خبرې اترې سولهییزې حل شي.
امریکایي چارواکو رویټرز ته ویلي؛ پر یمن د امریکا د بمبارډ او له ایران سره د تاوتریخوالی له زیاتېدا سره همماله دې هېواد په مارچ میاشت کې شپږ بي-۲ بم غورځوونکې الوتکې د هند اوقیانوس د ډیګو ګارسیا د ټاپو امریکایي- بریټانوي پوځي اډې ته لېږدولې دي.
د امریکا هوايي ځواک یوازې ۲۰ بي-۲ بم غورځوونکې الوتکې لري؛ ځکه، نو لږ کارول کېږي.
کارپوهانو ويلي، چې بي-۲ الوتکې پټه ټکنالوژي لري او د امریکا د درندو بمونو او اټومي وسلو د لېږدولو لپاره سمبال شوې دي.
کله، چې له هګسټ څخه وپوښتل شول؛ آیا بي – ۲ ایران ته پیغام لیږدوي، هغه وویل: “مونږ به دوی ته اجازه ورکړو، چې پرېکړه وکړي.”
هغه د پاناما په سفر کې خبریالانو ته ویلي: “دا یوه لویه شتمني ده … ټولو ته پیغام لېږدوي.”
هغه څرګنده کړې: “ولسمشر ټرمپ دا ښکاره کړې ده … ایران باید اټومي بم ونلري. مونږ ډېر هیله من یوو – ولسمشر پر سولهییزه حل راڅرخي.”
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې امریکا او ایران د شنبې پر ورځ د تهران د اټومي پروګرام په اړه مستقیمې خبرې پیلوي او دا خبرداری یې هم ورکړ، چې که خبرې اترې ناکامې شي؛ نو ایران به له لوی خطر سره مخ شي.
ایران، چې په دې وروستیو اوونیو کې یې د ټرمپ غوښتنې رد کړې وې؛ وویل، چې غیر مستقیمې خبرې به په عمان کې ترسره شي او د دواړو هېوادونو پر اختلافاتو یې ټینګار وکړ.
د چاارشنبې پر ورځ ټرمپ یو ځل بیا ګواښ وکړ، چې که ایران د خپل اټومي پروګرام پای ته رسولو سره هوکړه ونکړي؛ نو له پوځي ځواک څخه به کار واخلي.
ټرمپ خبریالانو ته ویلي: “زه ډېر څه نه غواړم… خو دوی باید اټومي وسلې ونلري. که اردو ته اړتیا وي، مونږ اردو لرو. اړینه ده، چې اسرائیل به یې مشري کوي. هیڅوک مو نهرهبري کوي. مونږ هر هغه څه، چې غواړو ترسره کوو یې.”
هغه له د پوځي عملیات د پیل له وخت ښودلو ډډه وکړه.
لویدیځ قدرتونه ایران تورنوي، چې د یورانیمو غني کولو له لارې د اټومي وسلو د جوړولو لپاره پټ پروګرام لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تهران وايي؛ اټومي پروګرام یې په بشپړه توګه د ملکي انرژۍ لپاره دی.