تازه خبرونه

په موریا پنډغالي کې د اورلګولو پر تور ۶ افغان کډوال نیول شوي

Published

on

د افغانستان شپږ کډ‌وال د دوشنبې پر ورځ د یونان په لسبوس ټاپو کې د اورلګونې او له یوې جرمي ډلې سره د اړیکو پر تور د لویې څارنوالۍ په امر نیول شوي او په بند کې دي.

ویل کیږي، چې دغو شپږ کسانو په یونان کې د موریا پنډغالي په سوځولو کې لاس درلود، چې ۱۳۰۰۰ کډوال یې بې کوره کړل.

له تورنو کسانو څخه څلور یې ۱۹ کلن او دوه نور یې ۱۷ کلن دي.

دغو تورنو پر دوی لګول شوي تورونه رد کړي او څرګندوي، چې دوی د یوه بل افغان د شهادت قربانيان شوي، چې په دې پنډغالي کې اوسېده.

دوی ویلي، چې هغه دوی د قومي تعصب له کبله د اورلګوونکیو په توګه ورپېژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوناني رسنیو په ډاګه کړې؛ یوې ویدیو د یو شکمن کس په پېژندلو کې له پولیسو سره مرسته کړې ده.

Trending

Exit mobile version