سیمه ییز خبرونه

په ميدان ښار كې ځانمرگي له ۱۰۳ ډېرو كسانو ته مرگ و ژوبله اړولې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ميدان وردگو په مركزميدانښاركې د موټربم چاودنې درې كسان وژلي او له سل ډېرنورټپيان كړي دي.

مسوولين وايي، چې:

ځانمرگې د چاوديدونكيو توكو ډك موټر د ولايت مقر ته نږدې د څو دولتي ودانيو ترمنځ چولى دى.

وسله والو طالبانو د بريد مسووليت په غاړه اخيستى او ويلي يې دي، چې:

دا بريد  د حكومت لخوا د څو طالب زندانيانو د اعدام په غبرگون كې شوى دى.

د جمعې ورځې لمرڅرك سم نه لگيدلى، چې ميدانښار د ځواكمنې چاودنې په لوخړو كې پټ شو.

يوه ځانمرگي له چاوديدونكيو توكو ډك مازدا موټرد څو دولتي ودانيو ترمنځ  وچاوه. كه څه هم د بريد له كبله د اوښتې مرگ و ژوبلې په اړه د مسوولينو لخوا بېلابېلې شمېرې وركړ شوي، خو د دغه ولايت امنيه كوماندان سردار محمد ځاځى وايي، چې:

په دغه چاودنه كې درې كسان وژل شوي او له شپېتو زيات ټپيان دي.

په سيمه كې يوې بلې امنيتي سرچينې وويل، چې:

په بريد كې يو نوي ولسي وگړي، څلوېښت پوليس او دوه څلوېښت زندانيان ټپيان شوي دي.

ويل كيږي له سل ډېركسان د ودانيو د ښېښو د ماتيدو له كبله ټپيان شوي او ځينې ټپيان، چې حالت يې نازك بلل شوى، كابل ته د درملنې لپاره ليږل شوي دي.

د همغږۍ مركز، زندان، له نشه يي توكو سره د مبارزې مديريت او د نفوسو د نومليكنې اداره هغه دولتي ودانۍ دي، چې ترنورو يې ډېر زيان ليدلى دى.

كه څه د زندان يوه برخه نړيدلې؛ خو مسوولين وايي، چې:

زندانيان په تېښته نه دي بريالي شوي.

دا تر ټولو ځواكمنه چاودنه بلل شوې، چې د دولتي ودانيو ترڅنگ يې نږدې شل كورونه په بشپړه توگه نړولي او يو جامع جومات ته يې هم زيان اړولى دى.

چاودنه دومره ځواكمنه وه، چې د مسوولينو په وينا تردوه كيلو مترو يې د ودانيو ښېښې ماتې كړي او د دفترونو تخنيكي وسايلو ته يې زيان اړولى دى.

Trending

Exit mobile version