سیمه ییز خبرونه

په ميمنه كې د معلولينو نړيواله ورځ ونمانځل شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د سې شنبې په ورځ(د ليندۍ ۱۲) د ميمنې په ښار كې د معلولينو نړيواله ورځ ونمانځل شوه او په همدې موخه په جوړو شويو مراسمو كې يو شمېر ښځې، ماشومان او نرينه، چې معلول دي  برخه اخيستې وه.

په دغه غونډه كې د معلولينو تر څنگ ولايتي چارواكو هم د معلولينو په ژوند كې د ستونزو په اړه خبرې وكړې .

د فارياب د كار او ټولينزو چارو رييسه کریمه بیهقی وايي، چې:

يو شمېر معلولينو او د شهيدانو د كورنى غړيو ته هر كال اتلس زره افغانۍ وركول كيږي او يو شمېر نورو ته د حرفوي زده كړو زمينه برابره شوې؛ خو بسنه نه كوي.

نوموړې په دې برخه كې د لا زياتو پروژو د پلې كيدو غوښتنه وكړه.

يو معلول وايي:

زه فيزيكې توان نه لرم، چې كار وكړم؛ عمر مې څلويښتو كلونو ته رسيدلى، خو واده مې هم نه دى كړى.

په داسې حال كې، چې افغان حكومت د معلولينو او شهيدانو د كورنيو لپاره د هوسا ژوند او د كار د زمينې د برابرولو په برخه كې د زياتو كارونو د ترسره كولو خبرې كوي؛ خو اوس هم په هېواد كې گڼ شمېر معلوليت لرونكي وگړي له بې روزگارۍ او اقتصادي ستونزو له كبله سرټكوي.

Trending

Exit mobile version