سیمه ییز خبرونه
په ميمنه ښار كې د موترسايكلو پرگرځيدو بنديز لگيدلى
د فارياب پوليس د ميمنې په ښار كې موټر سايكلونو ته د گرځيدو اجازه نه وركوي. د دغه ولايت امنيتي چارواكي وايي، چې:
په ډېرو ځانمرگو بريدونو، چاودنو او د شخصيتونو په ترور كې له موټر سايكلونو كار اخيستل كيږي.
د ميمنې اوسيدونكي هم د پوليسو له دغه اقدام څخه ملاتړ كوي او وايي، چې:
ښار د موتر سايكلونو د زړه بوگنونكې غږ څخه خوندي شو.
د فارياب امنيه كوماندان جنرال نبي جان ملاخېل وايي، چې:
له دې وروسته به د ميمنې په ښار كې د موټرسايكلونو گرځيدو ته اجازه نه وي.
نوموړى زياتوي:
پر موتر سايكلونو بنديز له ترهگرۍ سره د مبارزې يوه برخه ده.
د ميمني يو شمېرنور اوسيدونكي بيا د پوليسو پردغه اقدام نيوكې كوي او زياتوي، چې:
د موترد اخيستو يا د ټكسي د كرايې د وركولو توان نه لرو. له دولت غواړو، چې موتر سايكلونو ته قانوني اسناد وركړي.
د ميمني د ترافيكو مدير سمونيار عبدالحكيم بخيتار وايي، چې:
دا اقدام به دوامدار نه وي او د فارياب د امنيتي كميټې له هدايت وروسته به موتر سايكلونو ته د قانوني اسنادو او نمبر پليټ وېش پيل شي.
په فارياب كې د موترسايكلونو پرگرځيدو د بنديز طرحه د دغه ولايت د ولايتي شورا، عالمانو ، قومي مشرانو او مدني ټولنو له خوا وړاندې شوې، چې د دغه ولايت د امنيتي بنسټونو له خوا پلې شوې ده.
دا پريكړه په داسې حال كې كيږي، چې په تېرو درې مياشتو كې د دغه ولايت لس قومي مشران او شخصيتونه په موتر سايكلونو د سپرو وسله والو له خوا وژل شوي دي .