تازه خبرونه
په مکروريانو کې زوروره چاودنه وشوه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
څو شېبې وړاندې د څلورم مکروريانو په سيمه کې يوه زوروره چاودنه وشوه.
د چاودنې له امله په لسګونه موټر ويجاړ شوي چې ځاني تلفات هم لري. د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش، آريانا نيوز ته وويل چې چاودنه د درېيم او څلورم مکروريانو تر منځ له يوه خصوصي روغتون سره نژدې شوې ده.
ويل کېږي چې د ځانمرګي بريد کوونکي موخه له سيمې څخه د بهرنيانو تېرېدونکی کاروان و.
عيني شاهدان وايي چې سيمه د پوليسو له خوا څخه تړل شوې خو تر اوسه د دې پېښې په اړه امنيتي مسولينو څه نه دي ويلي.
نور جزيات د آريانا نيوز په راتلونکو خبري سروېسونو کې..