نړۍ

په مکسیکو کې له اورلګېدنې ۶۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۲)

د مکسیکو د مهاجرت ملي بنسټ څرګنده کړې؛ د هېواد د شمال د سرحدي سیمې د سیوداد جوارز د ښار د مهاجرینو د ساتنې په یوه مرکز کې د اور لګیدو له کبله ۳۸ کسان مړه شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.

د مکسیکو په سیمه ییزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښیي، چې د دغه مرکز مخې ته د اور وژنې څو موټرونه، امبولانسونه او پر ځمکه پراته مړي لیدل کېږي.

د مکسیکو پولیسو د دې پېښې په اړه پلټنې پیل کړې او سیمې ته یې پولیس لېږلي دي.

اورلګېدنه اوړمه ورځ پر سیمه ییز وخت د سهار پر شاوخوا لس بجو د مکسیکو ایالت د سیوداد جوارز په څنډه کې د مهاجرینو په یوه مرکز کې رامنځته شوې، چې له تکزاس ایالت سره ګډه پوله لري.

دا ښار او د هغې شاوخوا سیمې له لاتینې امریکا هېوادونو څخه د امریکا پولو ته د مهاجرینو لپاره یو له اصلي لارو څخه دی.

د ګواتیمالا د مهاجرت دفتر هم اعلان کړی، چې د قربانیانو لږ تر لږه ۲۹ کسان د دغه هېواد اتباع دي.

د هاندوراس د بهرنیو چارو وزارت تائید کړې، چې د اورلګېدنې پر مهال د دغه هېواد ۱۳ وګړي په دغه مرکز کې ول؛ خو د مړو او ټپیانو د شمېر په اړه یې کره معلومات نه درلودل.

دا اور لګېدنه په دې وروستیو کلونو کې د کډوالۍ تر ټولو خونړۍ پېښه ده.

Trending

Exit mobile version