نړۍ

په مکسیکو کې یو بس له غره ښویېدلی ۵۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۴۰۲)

رویترز د یکشنبې پر ورځ د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې د مکسیکو په لویدیځ کې د یوه بس د چپه کیدو له کبله لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

د مکسیکو په نایاریت ایالت کې د څارنوالۍ دفترڅرګنده کړې چې دغه موټر د شنبې پر شپه له شاوخوا ۱۵ متره لوړوالي یوې کندې ته وښویېده. دا هغه ځای دی، چې د ایالت پلازمېنه تیپیک او د پورتو والارتا سیاحتي سیمه سره نښلوي.

د څارنوالۍ دفتر په خبرپاڼه کې راغلي: له لومړۍ شېبې څخه د بېلابېلو فدرالي او ایالتي ادارو چارواکو همغږی کار کړی او قربانیانو ته پوره پاملرنه رامنځته شوې ده.

چارواکو ویلي، چې په وژل شویو کې ۱۱ ښځې او اووه نرینه دي.

دغه راز لږ تر لږه ۱۱ ماشومان د طبي پاملرنې لپاره روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

Trending

Exit mobile version