تازه خبرونه

په میانمار کې د مدني ټولنې مخکښانو پر پراخه لاریون ټینګار کړی

Published

on

Reuters
(Last Updated On: وری ۲, ۱۴۰۰)

په میانمار کې د مدني ټولنې مخکښانو پرېکړه کړې، چې د دغه هېواد د پوځي حکومت پر وړاندې له موټریزو کاروانونو سره ډله ییز لاریونونه وکړي.

دغه لایونونه د میانمار په سوداګریزو سیمو کې د حکومت پر وړاندې پیل شوي دي.

په میانمار کې دغه لاریونونه له هغې وروسته په پړاویزه توګه پیل شول، چې د میانمار ځواکونو د دغه هېواد پر غوره شوې مشرۍ آنګ سنګ سوچي پوځي کودتا ترسره او سوچي یې بندي کړه.

پرون (یکشنبه) په لاریونونو کې یو کس وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان دي.

لاریون کوونکي نن په منډلي ښار کې له پولیسو سره ښکېل شول؛ یو کس یې واژلی او یو بل ټپي دی.

د راپورونو له مخې، د کودتا له پیل راراپدیخوا په میانمار کې ۲۵۰ کسان وژل شوي دي.

لاریونکوونکیو د کودتا د لومړۍ میاشتې له تېرولو سره همهاله له خلکو غوښتي، چې له موټریزو کاروانونو سره یوځای شي.

له دې مخکې لاریون کوونکیو د شمعې پر لګولو لاریونونه تر سره کول.

د میانمار د پوځي حکومت ویاند د لاریونونو په اړه څه ندي ویلي؛ خو وایي، چې د اړتیا په وخت کې به له ځواک څخه کار واخلي.

د میانمار د ایالتي ټلویزیون د څرګندونو له مخې؛ د یکشنبې پر ورځ موټرسایکل سپرو پر پولیسو برید کړی، چې یوشمېر یې وژلي دي.

Trending

Exit mobile version