تازه خبرونه

په میدانښار کې له رامنځته شوې چاودنې د حزب اسلامي قومندان وژل شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۹, ۱۳۹۹)

د میدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې د یو خصوصي پوهنتون په دروازه کې چاودنه شوې ده.

د تابش خصوصي پوهنتون د حقوقو پوهنځي امر عبیدالله سهاک ويلي، چې چاودنه د تابش خصوصي پوهنتون په دروازه کې رامنځته شوې؛ یو محصل وژل شوی او اته نور ټپیان دي.

د هغه په وینا، د یوه ټپي روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

د میدان ودرګ د ولایتي شورا منشي وحیدالله اکبرزوی آریانا نیوز ته ویلي؛ د چادونې موخه د حزب اسلامي برحال سیمه ییز قومندان او د دې پوهنتون زدکړیال(محصل) غیاث بلال و، چې په کې وژل شوی او دوه سرتېري ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت یوې باوري سرچینې ویلي؛ په دې چاودنه کې د حزب اسلامي قومندان غیاث وژل شوی او پېنځه ملکیان ټپیان دي.

ویل کیږي، چې د حزب اسلامي قومندان غیاث بلال د دې پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې زدکړې کولې.

تردې دمه کومې ډلې د برید پړه نده منلې.

Trending

Exit mobile version