تازه خبرونه
په میدان وردګ کې د امنیتي ځواکونو پر کتار ماین چاودنې یو پولیس ټپي کړی
نن سهار د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار د ده افغانان په اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو یو کاروان د ځای پر ځای شوي له چاودنې سره مخ شوی دی.
د میدان وردګ امنیه قومندانۍ ویاند ویلي، چې په دې پېیښه کې د پولیسو یو سرتېری ټپي شوی دی.
یادې سرچینې زیاته کړې، چې په سیمه کې د طالب جنګیالیو او امنیتی ځواکونو ترمنځ څو دقیقې نښته هم شوې ده.
دغه راز د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښتو کې هم لږ تر لږه ۲۵ وسلوال طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
ځايي چارواکو ويلي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه په ياده سيمه کې د جيجون پر پوسته بريد کړی.
په پېښه کې سیمه ییزو پولیسو ته هم ځاني زیان رسیدلی؛ خو تر دې دمه یې بشپړ شمېر تر لاسه شوی ندی.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
