تازه خبرونه

په میدان وردګ کې د دفاع وزارت راغورځېدلې چورلکې ۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۹, ۱۴۰۰)

د افغانستان دفاع وزارت نن د غبرګولي ۱۹ په ډاګه کړې؛ تېره شپه د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د اردو یوه امـ ۱۷چورلکه د تخنیکي ستونزو له کبله راغورځېدلې ده.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په پېښه کې د اردو درې منسوبین وژل شوي او یو بل ټپي دی.

دغه وزارت ویلي، چې ټپي شوی کس د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوی دی.

دوی په ډاګه کړې؛ چورلکه هغه مهال راغورځېدلې، چې محاصره شوي امنیتي ځواکونه یې اکمالول.

طالبانو له دې مخکې ویلي وه، چې دا چورلکه د دوی وسلوالو هغه مهال رانسکوره کړه، چې غوښتل یې حکومتي ځواکونو ته مرسته ورورسوي.

Trending

Exit mobile version