تازه خبرونه

په میدان وردګ کې د نامسووله وسلوالو او پولیسو له نښتو ۹ کسان وژل شوي

Published

on

کورنیو چارو وزارت د میدان وردګ ولایت بهسود ولسوالۍ ته یو پلاوی استوي، چې د امنیتي ځواکونو او د دوی په وینا د نامسوولو وسلوالو ترمنځ نښته وڅېړي، چې په کې ۹ کسان وژل شوي او د ۵ پولیسو په ګډون ۷ نامسووله وسلوال ټپیان دي.

د دغه وزارت ویاند طارق آرین په په ډاګه کړې؛ په دې ولسوالۍ کې نښتې هغه مهال رامنځته شوې، چې د علی پور نامسووله وسلوالو د بهسود لومړۍ او دوه یمې برخو ولسوالیو ته د امنیه قومندانانو د ورپېژندنې او د پوستو جوړولو مخه ونیوله.

طارق آرین ویلي: د جمعې پر ورځ د علی پور یو شمېر نامسوول وسلوال د بهسودو ولسوالۍ ودانۍ مخې ته راټول شوي وه او پر امنیتي ځواکونو او خلکو یې ډزې وکړې. له بده مرغه، د لاریون تر نامه لاندې او له خلکو څخه په ګټه اخیستنه یې یو شمېر امنیتي ځواکونه او ځایي اوسیدونکي ټپیان او ووژل شول.

طارق آرین ټینګار وکړ، چې د پولیسو ځواکونو د وضعیت د ښه کولولپاره هوایي ډزې کړې وې.

هغه زیاته کړې: د دغه وسلوال برید په تړاو پولیسو ۶۸ نامسوول وسلوال نیولي او وضعیت اوس د پولیسو تر څارنې لاندې دی.

د ولسي جرګې د غزني استازي مهدي راسخ ویلي، چې د میدان وردګو امنیه قومندان پر سپارښتنه امنیتي ځواکونو پر خلکو ډزې کړې دي.

د راسخ د څرګندونو له مخې؛ دا په داسې حال کې ده، چې د بهسود دغه شخړه نده حل شوې؛ خو طالبانو پر سرچشمه سیاخاک برید کړی او جګړه روانه ده. که دا مسله ژر تر ژره حل نشي؛ نو بدې پایلې به ولري.

Trending

Exit mobile version