سیمه ییز خبرونه

په مېدان وردګو کې د ځانمرګي برید له امله له سلو ډېر ملکي وګړي ټپیان شوي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په میدان وردګو كې په يوه چاودنه كې شپږ سرتېري وژل شوي او له سلو ډېر ملكي وګړي ټپيان دي. دا چاودنه د یکشنبې په ورځ ( د وږي ۱۷ ) په ميدان ښار كې د ملي امنيت رياست په دروازه كې شوې ده.

د وردګو د والي مطبوعاتي دفتر وايي، چې د یکشنبې په ورځ يوه بجه یوه ځانمرګي برید کوونکي د ملي امنيت په دروازه كې لومړى د يوه موټر په وسيله ځانمرګى بريد وكړ او پنځو نورو غوښتل، چې د والي په دفتر او يو شمېر نورو ودانيو بريدونه وكړي، چې تر بريد وروسته د ملي امنيت د سرتېرو له خوا ووژل شول.

د وردګو د والي مطبوعاتي دفتر زیاتوي په دې پېښه كې څلور د ملي امنيت او يو د عامه ساتنې سرتېرى وژل شوي دي.

سرچينه وايي، چې په دې پېښه كې تر يو سل او شلو پورې ملكي وګړي ټپيان شوي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړدى.

Trending

Exit mobile version