تازه خبرونه
په م.م کې د افغانستان د استازي په توګه د فایق ټاکنې د ا.ا غبرګون راوپاراوه
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازيتوب څوکۍ ته د اسلامي امارت نومول شوي استازي سهیل شاهین ويلي؛ دا سازمان، چې د بې پرېتوب ادعا کوي باید دا څوکۍ د افغانستان اسلامي امارت استازي ته وسپاري.
د افغانستان اسلامي امارت له شاوخوا څلور میاشتو راپدیخوا په دې ټولنه کې دایمي استازی نلري. که څه هم ملګرو ملتونو د افغانستان د دایمي استازي څوکۍ د تېر حکومت استازي غلام محمد اسحاقزي ته ورکړې وه؛ خو په دې وروستیو کې تېره ورځ یې د افغانستان د چارسمبالي په توګه د نوموړي پر ځای نصیر احمد فایق تائید کړ.
اسلامي امارت د نصیر احمد فایق شتون د اصولو خلاف ګڼي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان لپاره د اسلامي امارت نومول شوي استازي سهیل شاهین په خپل ټویټ کې څرګنده کړې، چې ملګري ملتونه باید خپل بې پریتوب خوندي کړي او دغه ستونزه دې نه اوږدوي.
اسلامي امارت د د نصیر احمد فایق پر ټاکلو غبرګون ښودلی او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي په خپل رسمي ټویټ کې د فایق ګمارنه تائید کړې ده.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي؛ ملګري ملتونه د اعتبار وړ اداره ده. بايد داسې کار ونکړي، چې د دوی د وقار زیانمن کړي؛ ځکه په ملګرو ملتونو کې د افغانانو څوکۍ د افغانانو حق دی او هغه چاته ورکړ شي، چې حق یې دی او هغه دچاته ورکړ شي، چې د افغانستان رښتینی استازی وي.
غلام محمد اسحاقزي د خپلې استعفا لامل په ډاګه کړی ندی. په داسې حال کې، چې ملګرو ملتونو یوازې څو ورځې مخکې د نوموړي ماموریت په ملګرو ملتونو کې غزلی و.
اسلامي امارت په افغانستان کې له بیا واکمنۍ وروسته سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغان حکومت د دایمي استازي په توګه وټاکه؛ خو د ملګرو ملتونو د ډاډ وړ اسنادو د کمېټې له خوا رد شوه.