نړۍ

په نایجریا کې د تېلو ټانکر د چاودنې کبله لږ تر لږه ۷۰ کسان ووژل شول

د رویټرز راپور له مخې؛ دا پېښه د نایجر په ایالت کې رامنځته شوې ده. دا پېښه د تېر کال اوکټوبر پېښې ته ورته ېره بده چاودنه ده، چې په جیګاوا ایالت کې رامنځته شوه او ۱۴۷ کسان یې ووژل.

Published

on

د نایجریا د ملي بېړني حالت ادارې ویلي، چې د دې هېواد په شمال کې د شنبې پر ورځ د یوه ټانکر د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۷۰ کسان ووژل شول او ډېر نور ټپیان دي.

د رویټرز راپور له مخې؛ دا پېښه د نایجر په ایالت کې رامنځته شوې ده. دا پېښه د تېر کال اوکټوبر پېښې ته ورته ېره بده چاودنه ده، چې په جیګاوا ایالت کې رامنځته شوه او ۱۴۷ کسان یې ووژل.

د ملي بېړني حالت مدیریت ادارې په خبرپاڼه کې راغلي: ” د دې راپور له مخې؛ له ۷۰ څخه ډېر مړي ترلاسه شوي، ۵۶ کسان ټپیان دي او له ۱۵ څخه ډېر پلورنځي ویجاړ شوي دي. ټپیان د درملنې لپاره روغتونونو ته لیږدول شوي او د مړو د ښخولو چارې روانې دي.

رویټرز ته یوه عیني شاهد ویلي، چې د سیمې اوسیدونکي او چارواکي د شنبې پر شپه له اسلامي مراسمو سره سم د قربانیانو د ښخولو لپاره قبرونه وکېندل. نایجر د افریقا په تر ټولو نفوس لرونکي هېواد کې یو په لویه کچه مسلمان ایالت دی.

د فډرالي سړک د خوندیتوب قول اردو د سکټور قومندان کومار ټسکوام ویلي، چې ډېری قربانیان بې‌وزله سیمه‌ییز اوسیدونکي دي، چې د ټانکر له چپه کیدو وروسته د توییو شوو تېلو د راټولولو لپاره راغلي وه.

تسکوام زیاته کړې: “د خلکو لویه ګڼه ګوڼه د تېلو راټولولو لپاره راټوله شوه، سره له دې، چې د دوی د مخنیوي لپاره ګډې هڅې هم وشوې.”

ټسکوام وایي، چې اور وژونکي د اور په وژلو کې بریالي شوي دي.

دا ډول پېښې د افریقا په ترټولو لوی تېل تولیدونکي سیمه کې عامې دي او په دې هېواد کې یې لسګونه خلک وژلي، چې د ژوند د لګښت له بدترین بحران سره مخ دي.

په نایجیریا کې هغه مهال، چې ولسمشر بولا تینوبو د ۲۰۲۳ کال په می کې له لسیزو ورکړ شوې سبسایډي لغو کړه؛ د تېلو بیه له ۴۰۰ سلنې ډېره لوړه شوې ده.

د نایجر ایالت د والي ویاند، بولوجي ابراهیم ویلي، چې اوسیدونکي باید د تېلو ټانکرونو د چپه کېدو په پېښو کې خپل خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.

Trending

Exit mobile version