Connect with us

نړۍ

په نایجریا کې وسله‌والو ۱۴ کسان وژلي او ۶۰ نور تښتولي

خپور شوی

د

وسله‌والو د یکشنبې پر ورځ د نایجیریا د سهیل لویدیځ زمفارا ایالت په دوه اړوند سیمو کې اته کسان ووژل او لږ تر لږه ۶۰ نور یې وتښتول.

د دغه هېواد د اړوند سیمو اوسېدونکیو او یوه سیمه ییز مشر ویلي؛ له دې پېښې دوه ورځې وروسته  وسله‌والو کسانو د دغه ایالت له یوه پوهنتون څخه هم لسګونه کسان وتښتول.

دغه راز د رویترز د پولیسو د یوې سرچینې او یو موټر چلوونکي د راپور له مخې، چې د برید شاهد و څرګنده کړې؛ د هېواد د په سهیل ختیځو سیمو کې شکمنو اسلامپالو اورپکو د اردو تر څارنې لاندې د موټرو پر کاروان برید وکړ، دوه سرتېري او څلور ملکي وګړي یې ووژل.

عیني شاهدانو ویلي، برید کوونکیو پېنځه موټرو ته اور واچاوه او له یوې لارۍ سره وتښتېدل.

د نایجریا ولسمشر بولا تینوبو لا تر اوسه روښانه کړې نه‌ده، چې له دې پراخې ناامنۍ سره به څنګه مبارزه وکړي. د هغه د اقتصادي اصلاحاتو په ګډون د تېلو د قیمتي سبسایدي لیرې کول او د نایرا اسعارو آزادول، د وتلو لګښت ډېر کړی، چې د خلکو غصه یې راپارولې هم ده.

د اړوند سیمې اوسیدونکیو ویلي، چې وسله‌والو د یکشنبې پر سهار هڅه کړې، چې د زمفارا په مګامي کلي کې د اردو پر ځواکمنې اډې برید وکړ؛ خو په شا وتمبول شول. زمفارا یو له هغو ایالتونو څخه دی، چې د وسله‌والو له لوري، چې په سیمه کې د غلو پر نوم پېژندل شوي؛ ډېره اغېزمنه شوې ده.

راپور د سیمې د یوه مشر د څرګندونو له مخې، چې د امنیتي دلایلو له کبله یې د نوم له اخیستو ډډه کړې ویلي؛ درې وسله‌والو ډلو د اردو پر اډه او د ماګامي او کباسا پر سیمو برید وکړ.

هغه ويلي، چې ٦٠ کسان، چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي تښتول شوي دي.

د مګامي یوه اوسیدونکي شعیبو هارونا رویترز ته د تیلیفون پر کرښه څرګنده کړې: وسلوال غله، چې پر ګڼ‌شمېر موټرسایکلونو سپاره ول؛ پرله‌پسې ډزې کولې.

هارونا، چې د دوی په جنازه کې ګډون درلود، وویل، په برید کې څلور کسان وژل شوي دي.

د کاباسا د سیمې عیسی محمد وویل، چې څلور کسان وژل شوي او لسګونه نور وتښتول شول.

رویترز راپور ورکړی، چې پولیسو او اردو تبصرو او غوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی.

د نیجریا سهیل لویدیځه برخه تل د پراخو ناامنیو سره مخ ده. اسلامپالي جنګیالي اوس هم په سهیل ختیځ کې پر امنیتي ځواکونو او حکومتي ودانیو مرګوني بریدونه کوي، چې کروندګر او مالداران زیانمنوي.

نړۍ

ونزویلا کې د مرګونو زلزلو قربانیان نږدې ۱۵۰۰ ته ورسېدل؛ د ژغورنې عملیات روان دي

دا دوه زلزلې، چې د ریښتر پر کچه ۷.۲ او ۷.۵ درجې وې؛ د چارشنبې پر ورځ د کاراکاس ښار ته نږدې د «لا ګوایرا» ساحلي ایالت ولړزاوه.

Published

on

د ونزویلا چارواکو ویلي، د دې هېواد د دوه زورورو زلزلو د قربانیانو شمېر نږدې ۱۵۰۰ کسانو ته رسېدلی او د ژوندي پاتې کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې عملیات اوس هم روان دي.

دا دوه زلزلې، چې د ریښتر پر کچه ۷.۲ او ۷.۵ درجې وې؛ د چارشنبې پر ورځ د کاراکاس ښار ته نږدې د «لا ګوایرا» ساحلي ایالت ولړزاوه.

د رسمي څرګندونو له مخې؛ تر اوسه له ۳زره ۱۰۰ څخه ډېر کسان ټپیان شوي، له ۱۲زره ۷۰۰ څخه زیات بې‌ځایه شوي او لږ تر لږه ۷۷۴ ودانۍ بشپړې یا جزوي ویجاړې شوې دي.

 

د ونزویلا سرپرستې ولسمشرې ډلسي روډریګز ویلي، د ژغورنې عملیات به تر هغې روان وي، چې د ژوندیو کسانو د موندلو هیله موجوده وي. هغې همدارنګه د زیانمنو ودانیو د خوندیتوب د ارزونې لپاره د یوې کميټې د جوړېدو، د ښوونځیو د رخصتۍ غځولو او شاوخوا ۷۵ سلنه زیانمنو سیمو ته د برښنا له بېرته رسېدو خبر ورکړی دی.

له ۲زره ۶۰۰ څخه زیاتې مرستندویه ډلې له بېلابېلو هېوادونو څخه د پرمختللو تجهیزاتو او روزل شویو سپو په مرسته د ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخلي. په وروستیو ورځو کې یو شمېر کسان، چې ماشومان هم په کې شامل دي له کنډوالو ژوندي را ایستل شوي؛ خو کارپوهان خبرداری ورکوي، چې له ۷۲ ساعتونو وروسته د ژوندي پاتې کسانو د موندلو امکان هم کمېږي.

دغه راز د امریکا د جیولوژۍ ادارې خبرداری ورکړی، چې د نهایی قربانیانو شمېر ښايي له ۱۰ زرو څخه واوړي او دا پېښه به په لاتینه امریکا کې د وروستۍ یوې پېړۍ له مرګونو زلزلو څخه وګرځي.

له دې فاجعې وروسته د ونزویلا د نفتو تر ټولو لویه چاڼخونه هم د برښنا د پرې کېدا له کبله درېدلې او نړیوالې بشري مرستې اوس هم دغه هېواد ته رسېږي.

 

Continue Reading

نړۍ

شمالي کوریا به خپل اټومي دریځ وساتي – کیم جونګ اون

د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس د راپور له مخې، کیم د واکمن کارګر ګوند د مرکزي کمیټې په ناسته کې ویلي؛ د واکمنو قدرتونو د «زورواکه حرص» له کبله په نړۍ کې «حیرانوونکې او نه تصور کېدونکې» پېښې رامنځته کېږي او همدې چارې په بېلابېلو سیمو کې شخړې زیاتې کړې دي.

Published

on

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي، د نړۍ د پېچلي او نه اټکل کېدونکي امنیتي وضعیت پر وړاندې د شمالي کوریا د اټومي ځواک دریځ ساتل او پلي کول د ژغورنې یوازنۍ لاره ده.

د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس د راپور له مخې، کیم د واکمن کارګر ګوند د مرکزي کمیټې په ناسته کې ویلي؛ د واکمنو قدرتونو د «زورواکه حرص» له کبله په نړۍ کې «حیرانوونکې او نه تصور کېدونکې» پېښې رامنځته کېږي او همدې چارې په بېلابېلو سیمو کې شخړې زیاتې کړې دي.

هغه امریکا په اروپا او منځني ختیځ کې د وینې تویېدا د زیاتېدا مسووله بللې او واشنګټن او جنوبي کوریا یې تورن کړي، چې د خپلو اټومي همکاریو پر پراخولو یې د کوریا ټاپووزمې امنیتي وضعیت نور هم خطرناک کړی دی.

کیم ویلي، د اټومي ځواک د پیاوړتیا او د اټومي وسلو لرونکي هېواد د دریځ له بشپړ کارولو موخه دا ده، چې د نړۍ د پوځي او سیاسي پېچلو شرایطو پر وړاندې فعال او ډاډمن غبرګون وښيي.

که څه هم د شمالي کوریا دولتي رسنیو د دې هېواد د اټومي وسلو د زېرمو په اړه ځانګړي(مشخص) جزئیات نه‌دي ورکړي، خو څرګندوي: کیم د دودیزو وسلو د پیاوړتیا او د لس زره ټنه سټراټیژیکې جنګي بېړۍ د جوړولو د چټکتیا امر هم کړی؛ هغه بېړۍ، چې پر هدایت کېدونکو توغندیو سمبالېږي.

په سیول کې د شمالي کوریا د څېړنیز پوهنتون استاد یانګ مو جین ویلي؛ د کیم څرګندونې ښيي، چې پیونګ‌یانګ اوس هم د اټومي بې‌وسلې کېدا مخالف دی او غواړي اټومي هېواد وپېژندل شي.

هغه زیاته کړې، شمالي کوریا یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د اټومي بې‌وسلې کېدا خبرې منتفي دي او د اټومي ځواک له برابر دریځ سره به خبرو ته کېني؛ داسې خبرې، چې ښايي د وسلو پر کمولو راڅرخي، نه د هغو پر بشپړ له منځه وړلو.

کارپوهانو ویلي، دا ډول خبرې به د لږ تر لږه د اټومي مخنیوي د منلو او د بندیزونو د کمېدا غوښتنه هم ولري او له هغو پخوانیو وړاندیزونو سره به بنسټیز توپیر ولري، چې د تدریجي بې‌وسلې کېدو په اړه وړاندې شوي وه.

شمالي کوریا سره له دې، چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۷ز.کلونو ترمنځ پرې د ملګرو ملتونو او امریکا پراخ بندیزونه لګېدلي؛ خپل اټومي پروګرام روان ساتلي دی.

پیونګ‌یانګ ځان اټومي هېواد بولي او بیا-بیا یې ویلي؛ هیڅ شی به یې د اټومي وسلو پرېښودو ته اړ نه‌کړي.

په دې حزبي ناسته کې د ډبروسکرو د صنعت پر بیاجوړونې او د کان‌کېندونکو ټولنو پر بیا پراختیا هم ټینګار شوی؛ هغه څه، چې کیم یې سټراټیژیک لومړیتوب بولي.

Continue Reading

نړۍ

له دوه کلونو وروسته؛ سټارمر د استعفا اعلان وکړ

سټارمر، چې نږدې دوه کاله مخکې یې په ټاکنو کې پراخ اکثریت خپل کړی و، ویلي؛ اوس څرګنده شوې، چې د کارګر ګوند غړي د مشرتابه بدلون غواړي.

Published

on

د بریټانیا لومړي وزیر کی‌یر سټارمر د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې له خپلې دندې استعفا کوي.

سټارمر، چې نږدې دوه کاله مخکې یې په ټاکنو کې پراخ اکثریت خپل کړی و، ویلي؛ اوس څرګنده شوې، چې د کارګر ګوند غړي د مشرتابه بدلون غواړي.

هغه وایي:« زما ګوند اوس دا پوښتنه کوي، چې آیا زه راتلونکو ټاکنو ته د ګوند د رهبرۍ لپاره تر ټولو مناسب کس یم که نه. ما د خپلو همکارانو ځواب اورېدلی او پر درناوي یې منم.»

په وروستیو میاشتو کې پر سټارمر فشارونه زیات شوي وه او د ستر مانچسټر ښاروال انډي برنهام له پارلماني بریا وروسته دا فشارونه نور هم ډېر شول. د برنهام بریا د کارګر ګوند په غړو کې دا هیله راپیدا کړه؛ ښايي هغه وکولی شي د ګوند هغه دریځ بېرته پیاوړی کړي، چې د سټارمر د مشرۍ پر مهال یې محبوبیت کم شوی و.

سټارمر د استعفا د اعلان پر مهال له خپلو همکارانو، مېرمنې او اولادونو مننه کړې او وینا یې په احساساتي فضا کې پای ته رسولې ده.

شنونکي وايي، چې د هغه ځای‌ناستی به له لویو ننګونو سره مخ وي؛ لکه اقتصادي ستونزې، د ژوند د لګښتونو لوړېدل، د دولت درانده پورونه او د حکومت له کړنو د خلکو نارضایتي.

سټارمر له دې مخکې ویلي وه، چې د ګوند د مشرۍ د ساتلو لپاره به مبارزه وکړي؛ خو په پای کې یې له واکه د لاس اخيستو پرېکړه وکړه. د هغه ځای‌ناستی به د ۲۰۱۶ز. کال د بریګزیټ له ټولپوښتنې وروسته د بریټانیا اووم صدراعظم وي؛ هغه څه، چې په تېره یوه لسیزه کې د دې هېواد سیاسي بې‌ثباتي ښيي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117