سیمه ییز خبرونه
په نشه يي توكو د روږدو د راټولولو كميسيون، له درې سوو ډېر روږدي كسان راټول كړل
په نشه يي توكو د روږدو د راټولولو كميسيون، چې د نشه يي توكو پروړاندې د مبارزې وزارت يې مشري كوي د چهارشنبې په ورځ ( د وري ۲۸ ) كابل ښار كې له درې سوو ډېر روږدي كسان راټول كړل.
د نشه يي توكو پروړاندې د مبارزې وزارت حقوقي سلاكار ذبيح الله دايم وایی:
دا كسان د ګومارل شوي كميسيون له خوا د كابل ښار له ناحيو څخه دغه روغتون ته لېږدول كېږي، مسئولين د دوى زيان منوونكي توكي راټولوي او اضافي جامې يې هم اخلي، په نوبت يې نوم ليكي، د حمام توكي ورته وېشي، وېښته يې لنډېږي او ترحمام وروسته ظاهرا د يوه جوړ انسان بڼه خپلوي، چې په منظمو خونو كې بسترېږي ترڅو روغ شي.
دا كسان په حقيقت كې د هېواد بشري ځواك دى، چې د روږد تيا له امله يې ډېر خبرې هم نه شي كولاى.
بې وزلي، وزګارتيا، كډوالي، له كورنيو ليري والى او لسګونه نورې ستونزې د روږدېدنې لاملونه ګڼل كېږي، ډېر كسان له ګاونډيو هېوادونو او په ځانګړې توګه ايران څخه دا ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
افغانستان د نړۍ د نشه يي توكو لوى توليدونكى هېواد اوس يو مليون په نشه يي توکو روږدي كسان لري.
اوس په كابل كې په نشه يي توكو د روږدو د درملنې ۲۸ مركزونه او په ولايتونو كې ۱۰۴ مركزونه فعاليت كوي، خو له دې ټولو هڅو سره سره افغان دولت په تېرو څو كلونو كې د بهرنيو هېوادونو په مرسته توانېدلى، چې يوازې د شپږ سلنه روږدو د درملنې لپاره مركزونه جوړ كړي.
د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې وزارت كه څه هم وايي، چې د روږدو د درملنې لپاره كافي ظرفيت نه لري، خو ژمنه كوي، چې تر راتلونكو څو كلونو پورې به د ۳۵ سلنه معتادانو د درملنې آسانتياوې رامنځ ته كړي.