تازه خبرونه

په نشه یي توکو د روږدو کسانو شمېر زیات شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون په نشه یي توکو د روږدو ښځو په شمېر کې پر زیاتوالي اندیښنه ښیي.

دغه بنسټ وایي، د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالي دوه زره پیښې ثپت شوي چې ډیرې یې په نشه یی توکو د روږدو قضیې دي.

له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت د شمیرو له مخي دوه میلیون کسان په نشه یی توکو روږدي دي چې تر دوه سوه پنځوس زره ډیر یې ښځې او ماشومان جوړوي.

نا امني، بیکاري او ګاوندیو هیوادنو ته کډوالي په هیواد کې د روږدتیا مهم عوامل ګڼل کیږي. اعتیاد یوه داسې ستونزه بلل کیږي چې د هرې ورځې په تېریدو سره د پراختیا په حال کې ده او ویل کیږي چې ترې ښځې او ماشومان هم نه دي خوندي.

د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون په نشه یي توکو د روږدو ښځو په شمېر کې پر زیاتوالي اندیښنه ښیي او وایي، د چارواکو له خوا د قانون نه تطبیق د دې ستونزې د پراختیا عامل دی.

دوی وایي چې ډیرې میرمنې د خپلو روږدو خاوندانو لخوا اړایستل کیږي چې نشه وکړي څو دوی یوازي پرینږدي.

عادله امرخیل   د بشری حقونو د کمیسیون دمیرمنو دحقونو ساتنی او پراختیا مرستیاله:

له دوه زره ډیر د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی قضی ثپت شوي چې ډیري د ښځو د اعتیاد مسایل دي چې خاوندان یی هغه دی ته هڅوي چې په نشه یی توکو روږد کړي تر څو دو خوشی نکړی او یو شمیر نور یی د سختو فزیکی کارونو د اجرا لپاره نشه یی توکي استعمالوی چې دا د اندیښنی وړ دي.

د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت وایي، دا مهال تر دوه سوه پنځوس زرو زیاتې ښځې او ماشومان په نشه یي توکو روږدې دي.

د نشه یی توکو پر وړاندی د مبارزی مرستیال ابراهیم اظهر:    

د روږدو کسانو شمیره له دوه میلیون ډیر شوي چې تر شل سلنه یی ښځی او ماشومان دي. د دوه کلونو په ترڅ کي د روږدو کسانو د درملنې لړۍ ظرفیتونه لوړ شوي. له اته زرو روږدو کسانو درملنې اوس ۲۹ زرو ته رسیدلی دي.

د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې د نشه یي توکو کلنی ارزښت اویا میلیارد ډالرو ته رسیږي چې له دغو پیسو یوازې څلور میلیارد ډالره یې کورنیو کارباریانو ته او پاتې نورې د نړیوالې مافیا جیبونو ته ځي.

خبریال: عبدالعزیز کریمی

Trending

Exit mobile version