تازه خبرونه

په ننګرهارکې۷۶ وسلوال طالبان وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغان ځواکونو نن سهار د ننګرهارولایت د چپریهار ولسوالۍ د څپري په سیمه کې ځانګړي عملیات کړي.

ځايي حکومتي سرچینې وايي، وسلوالو طالبانو په عبدالرحمان نومي جومات کې ځانګړې ناسته درلوده، چې د افغان ځواکونو له برید سره مخ شول.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په دې عملیاتو کې شپږ اویا وسلوال طالبان وژل شوي او وسلې یې د امنیتي ځواکونو لاس ته لویدلي.

د سیمې استوګن وايي، په دې عملیاتو کې یوازې لس وسلوال طالبان وژل شوي او پېنځه نور زخمیان دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په دې عملیاتو کې پېنځه کسه وژل شوي او درې ټپيان دي.

مجاهد په ډاګه کړې؛ د عملیاتو پرمهال له سرتېرو سره نښته شوې، چې  په کې ګڼ شمېرسرتېري مړه او ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي، چې سرتېرو او ملکي  کسانو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.  

Trending

Exit mobile version