تازه خبرونه

په ننګرهارکې د اداري فساد او خپلسریو په غبرګون کې ولایتی شورا تړل شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

یوه اوونۍ وشوه، چې د ننګرهار یو شمېر قومي مشران، مدني فعالان، پخواني  جهادي قومندانان او ولسي استازي په دې  ولايت كې د اداري فساد، غصب، خپلسریو، حکومتي ټیکداریو او ناامنیو د زیاتیدو په اړه احتجاجیه غونډې کوي.

دوی د حالاتو د کابو کولو په موخه په ولایتي اداره کې د بدلون غوښتونکي شوي دي.

د ولایتي شورا مرستیال لال محمد درانى وایي، د ننګرهار قومي او ولسي استازیو لخوا د پنجشنبې په ورځ( د وږي ۱۸)  د روانو خپلسریو په وړاندې د غبرګون په بڼه په ګډه او په یوه خوله د ولایتي شورا دروازه وتړل شوه او خبرداری یې ورکړ، چې که غوښتنې یې ونه منل شي پراخ لاریونه به پيل کړي.  

د ننګرهار ځايي استوګن د دې اقدام ملاتړ کوي او مدني فعال عبدالرحمان وايي، په ادارو کې له فساد، خپلسریو، انسان تښتوونکیو، ناامنیو،غصب، قاچاق او د څوکیو له ټکیدارۍ ترپوزې راغلي دي.

قومي مشر شاه زمان خوږیاڼی وایي، د سیمه ییزې ادارې چارواکي د خپلو څوکیو او ځان مړولو په سوچ کې دی او ولس ترې هیردی.

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې ننګرهار والي  د خلکو د احتجاجونو او غبرګون په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ننګرهار والي ویاند ویاند عطاالله خوږیاڼی د تېر په څير وايي، چې پر والي لګېدلي تورونه بې بنسټه دي.

په تېرو دوه اوونیو کې د ولایتي ادارې د بې غوریو او بې کفایتیو په وړاندې د ټولنې د بېلابیلو قشرونو لخوا له شپږ ډېر سوله ییز لاریونونه یا احتجاجونه شوي دي؛ خو مرکزي حکومت تر اوسه هیڅ رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

کتوونکي وايي که حالاتو ته سمه  پاملرنه ونه شي پايلې به یې ښې نه وي.

خبریال: رحمت الله زیارمل. 

Trending

Exit mobile version