تازه خبرونه
په ننګرهارکې د نارنج ګل پسرلنۍ مشاعره جوړه شوه
په تيروکلونو کې به د نارنج ګل مشاعره په بڼونو کې له سهاره وه؛ خو سږکال(۱۳۹۵) د وري په شپږمه د حصارشاهي په ولسي کرکت لوبغالي کې جوړه او په همدې نوم سیمه ییزو چارواکو ته سهار موسیقي وغږیده او ماسپښین شاعرانو او فرهنګیانو ته مشاعره و شوه.
سږ کال د شعرونو ژبه پر نیوکو نه، بلکې د سولې او پرمختګ پرلارو چارو راټوله وه.
هېوادنی فرهنګي اسدالله دانش وایي، د مشاعرې ګډونوال او شاعران خوښ دي، چې مشاعره د حکومت له انحصاره ویستل شوې؛ خو د سږنۍ مشاعرې وخت لږ او بې نظمي یې ډېره وه.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریس اورنګ صمیم وايي، چې سږنۍ مشاعره له نورو کلونو ډېره ښه وه.
هغه زیاتوي؛ د دې ولسي میلې او پسرلنۍ مشاعرې رهبري، چې هرډول تکړه سړي ته ورپه غاړه شي، حالاتو او مجبوریتونو ته په کتو به ترې اړینه ده، چې یوڅه بې نظمه کیږي.
ننګرهار د ادب، فرهنګ او پوهنې خادمانو؛ د علم او ادب ځانګو نومولې ده.
فرهنګیان، لیکوالان او شاعران وايي، که په دې ولایت کې د نارنج ګل په څير د دودیزې مشاعرې او میلې ادبي غونډې سمې رهبري نه شي؛ یو وخت به د ننګرهار دا نوم له خارو سره خاورې او د وخت په تېریدو به د نارنج ګل میله او مشاعره هم بیخي هیره او له پامه وغورزول شي.
پېنځه لسیزې وړاندې د ختیځ شاعرانو او فرهنګيانو د نارنج ګل د درناوي په موخه په همدې نوم د پسرلنۍ ملې او مشاعرې بنسټ كيښود، چې تراوسه هرکال د نارنج ګل دودیزه میله او مشاعره نمانځل کیږي.