تازه خبرونه

په ننګرهار او پکتیکا کې د ترافیکي پېښو له کبله ۲۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې له دوه ترافیکي پېښو څخه لږ تر لږه دوه کسان مړه شوي او شل نور ټپیان دي.

لومړۍ پېښه نن (دوشنبه د وري ۹) د جلال آباد – تورخم د لویې لارې د سرخ دیوال په اړوند سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د ناوې او ناوک موټر له یوې بلې کرولا موټر سره ټکر وکړ.

د ننګرهار والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي څرګنده کړې، چې په دې پېښه کې د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان مړه شوي او د ناوې او ناوک په ګډون اووه نور ټپیان شوي دي.

د عطاء الله خوږیاڼي د څرګندونو له مخې؛ میلمنو د واده په مراسمو کې د موټر ځغلونې سیالي کړې، چې په پایله کې یې یو موټر د ناوې او ناوک له موټر سره ټکر شو.

دغه راز د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار او ارګون ولسوالۍ ترمنځ په ورته یوه بله ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان ټپیان شوي دي.

د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد آرین ویلي، چې په پېښه کې د شپږ ټپيانو حالت د اندېښنې وړ دی.

Trending

Exit mobile version