تازه خبرونه

په ننګرهار زندان کې له روان بریده تر دې دمه ۲۱ کسان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان دي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۳, ۱۳۹۹)

د ننګرهار پر محبس په روان وسلوال برید کې تردې دمه ۲۱ کسان وژل شوي او ۴۲ ټپیان دي.

د ننګرهار له زندان څخه له ۱۴ ګړیو وروسته هم د سپکو او درندو وسلو ډزې اوریدل کېږي. د دې ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی ويلي؛ تراوسه د دې برید له کبله ۲۱ مړي او ۴۳ ټپیان روغتونو ته لیږدول شوي.

نوموړي زیاته کړې؛ بریدګرو په محبس او ورته مخامخ په شرق نومې پلازه کې سنګرونه نیولي دي.

هغه  وايي، تراوسه ۷۰۰ تښتیدلي زندانیان، د امنیتي ځواکونو له خوا بېرته نیول شوي او خوندي ځایونو ته لیږدول شوي دي.

له محبس څخه راوتلی اسلام الدین نوم آریانانیوز ته ویلي؛ شپږ بریدګر، چې پر سرونو یې تورې ټوټې تړلې وې او ژوندی دې وي اسلامي خلافت چغې یې وهلې؛ زندان ته را د ننه شول.

تښتیدلي بندي دا هم ویلي، چې بریدګرو د امنیتي ځواکونو لباس اغوستی و او زندانیانو ته یې ویل، ژر له زندان څخه ووځي کنې وبه وژل شئ.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهرعادل ويلي؛ د ښار په روغتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی.

هغه وايي، تراوسه ورته ۵۰ ټپیان وروړل شوي، چې د ۱۳ هغو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی. په قربانیانو کې امنیتي سرتېري، زندانیان او ملکي وګړي شته او  ځېنې کسان په کورونو کې هم ژوبل شوي.

د برید له کبله د تښتېدلیو زندانیانو شمېر خورا مهمه ده؛ خو تر دې دمه کره شوی ندی.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی تائيدوي، چې یوشمېر زندانیان تښتېدلي  خو وايي کره شمېره یې نه ده معلومه.

یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو پر شرط آریانانیوز ته ویلي، چې سلګونه زندانیان پر تېښته بریالي شوي، چې په کې وسله وال طالبان، د دعش اړوند جنګیالي، انسان تښتوونکي او نور جنايي بندیان شته.

داعش د دې برید مسوولیت پرغاړه اخیستی او څرګندوي، چې د برید له کبله د دوی یو شمېر کسان پر تېښته بریالي شوي دي.

د محبس د ننه یو شمېر بند پاتې زندانیان وايي، بریدګر پر اردو ژبه خبرې کوي او ښه مجهز دي.

کورنیو چارو وزارت تېر ماښام په ډاګه کړې، چې مازیګر شاوخوا ۶:۴۵ وسلوالو بریدګرو د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د محبس په ور کې یو موتر بم چاودنه کړې او بیا له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکېل شوي دي.

دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې د دې ولایت پر مرکزي محبس له داعش جنګیالیو سره په څه نا څه ۲۰ ګړیو نښته کې  ۳۰ کسان وژل شوي او ۵۰ ټپیان دي.

 د یادونې ده، چې داعش دغه برید د اسدالله اورکزي له ږژنې یوه ورځ وروسته رامنځته شوی دی .

Trending

Exit mobile version