تازه خبرونه

په ننګرهار كې ۲۸ وسلوال مخالفین وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په ننګرهار كې د افغان او نړيوالو ځواكونو په عملياتو كې اته ويشت وسلوال وژل شوي دي.

  د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي؛ تېره شپه د  خوږياڼو په وزيرو كې هوايي بريد شوى، چې د عمرخالد په نامه د يوه طالب قومندان په ګډون اووه وسلوال وژل شوي دي.

 هغه دغه راز وايي، چې په كوټ ولسوالې كې اوس هم جګړه روانه ده او افغان ځواكونو تراوسه له لاسه وركړې پوستې نه دي نيولي.

 هغه وايي؛ په دغه سيمه كې هوايي بريدونه هم شوي، چې له کبله یې ۲۲ داعشيان وژل شوي دي.

 داعش او وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .

 

Trending

Exit mobile version