تازه خبرونه
په ننګرهار ولايت کې لږ مخکې دوه ځای په ځای شوي ماينونه وچاودېدل
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
لومړی بم د کليد راډيو په دروازه چې لږ زيان ورته اوښتی او لږ وروسته دويم بم د صفا راډيو په دروازه کې وچاودېد چې له نېکه مرغه چې دویم بم هم لږ زيان لاره.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالرحيم زي پېښه ومنله، زياته يې کړه چې دواړو پېښو ځاني تلفات نه لرل.