تازه خبرونه

په ننګرهار ولایت کي صنعتي پراختیا ته کار نه دی شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار ولایت د صنعتکار ټولني مرستیال وايي، حکومت د نورو ولایتو په پرتله د صنعت په برخه کي ننګرهار ته هیڅ کار نه دی کړی.

د یاد ولایت د صنعتکارانو ټولني مرستیال محمد قاسم یوسفی وايي، په ننګرهار کي د صنعت پراختیا له پاره درې پارکو نه ځانګړي شوي؛ خو اوس دغه پارکونه دغصب له ګواښ سره مخ دي.

د هېواد د صنعتکارانو ملي ټولنه وايي، د صنعت په وړانډي د ځمکو نه شتون لویه ستونزه ده.

دوي وايي، په کابل کي هم نږدی ۳۰۰ کار خاني په کرايي کورونو کي په فعالیت بوختي دي او ایسا ور ته ځمکه نه ورکوي.

د صنعتکارانو د سرتاسري ټولني مرستیال عبد الجبار ساپی وایي، مونږه په ځلونو له ایسا سره د صنعتی پارکونو د نه شتون خبره کړې، چې صنعتکارانو ته باید ځمکه ورکړ شي.

هغه پانګوال، چي په کرايي کورنیو کې فعالیت کوي وايي، شاوخوا ۶۰۰۰ دالر کرایه ورکوي.

پانګوال رسوال خان وایي، مونږه  په سلګو نه زره دالر پانګونه کړې؛ ماشینونه مو رانیولي؛ خو د لته را ته ځمکه نه راکول کیږي، چې کار وکړو.

پانګوال نورالحق وایي، ما د لته د پلاستیک فرشونو د جوړولو فابریکه پرا نیستې؛ خو په کرايي  کور کي یم،  د رې نیم زره کرایه ورکوم.

هغه له دولت  څخه  غواړم، چې صنعتي پارک ته ځمکه ورکړي.

دوۍ وايي، له ایسا اداري څخه يې په ځلونو د دي ستونزي د حل غو ښتنه کړې، چې چايي غږ نه دي اوریدلي.

ایسا اداري تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خبریال: اسلم حجاب.

Trending

Exit mobile version