سوداگري

په ننګرهار ولایت کې د اووکادو نومې میوې روزنیز نیالګي کېنول شول

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۵, ۱۴۰۲)

د ننګرهار ولايت د کانال رييس ويلي؛ په هېواد کې د نويو میوو د ډېرېدو لپاره یې د ننګرهار کانال په اړوند بڼونو کې د اووکادو ونو کېنول پیل کړي، چې وکتل شي دغه میوه په کوم ولايت او اقلیم کې د ودې وړ ده.

د اړوند چارواكو د څرګندونوله مخې دوى هڅه كوي؛ د ميوو د حاصلاتو د زياتوالي لپاره د دغه كانال په بڼونو كې د هغو میوو ونې او بوټي کېنوي، چې په افغانستان كې تر دې دمه کېمول شوي او كرل شوي نه‌دي.

کرنې وزارت د ننګرهار کانال د رییس د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې دوی هڅه کوي د بڼونو د حاصلاتو د زیاتوالي لپاره په دې کانال کې د اووکادو یا د ناک بل نسل هم وروزي.

اووکادو د ناک یوه بله بڼه ده؛ په ګرم اقلیم کې ښه وده کوي او له پوره خوراکي ارزښت برخمنه ده.

د ننګرهار کانال په بڼونو کې د دې ناکو د نیالګیو د کېنولو لړۍ روانه ده، چې له دوه څخه تر درې کلونو به میوه ورکړي.

د ننګرهار کانال څانګوال (متخصصین ) په دې اړه څېړنه کوي، چې د افغانستان په کومو ولایتونو کې دا ناک ښه او ګړندۍ وده کولی شي.

Trending

Exit mobile version