سوداگري

په ننګرهار ولایت کې د تالک ډبرو صادرات بیا پیل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۰, ۱۴۰۰)

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت پرون (یکشنبه د غویی ۱۹) څرګنده کړې، چې په ننګرهار ولایت کې د تالک ډبرو له لوی کان څخه د دې ډبرو د صادارتو لړۍ بیا پیل شوې ده.

دغه وزارت زیاته کړې، چې له ننګرهار ولایت څخه تېره میاشت په زرګونه ټنه تالک ډبره صادره شوې، چې ترې سل میلیون افغانۍ عواید ترلاسه شوی دی.

تالک په فابریکو کې د کاغذ، پلاستیک، رنګ، کیبل او نورو توکو په جوړولو کې کارول کیږي؛ خو تېر کال یې بهرنی صادرات ودرول شول.

دې وزارت ویلي، چې په ننګرهار ولایت کې د تالک ډبرو ۳۷ کارخونې شته، چې له ۵۰۰۰ څخه ډېرو کسانو ته یې د کارزمینه برابره کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا ډبرې پاکستان، هندوستان، تاجکستان، قزاقستان، ازبکستان او جرمني ته صادریږي.

د یادونې ده، چې د تاک ډبرو کانونه په کندهار، کابل ، وردګ، لوګر، کونړ، خوست، کاپیسا او پروان ولایتونو کې هم شته.

Trending

Exit mobile version