تازه خبرونه

په ننګرهار ولایت کې د یو خصوصي تلویزیون درې ښځینه کارمندانې وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۳, ۱۳۹۹)

د سې شنبې پر ورځ (د کب ۱۲) ناوخته د ننګرهار ولایت د انعکاس ټلویزیون درې ښځینه کارمندانې په دوه وسلوالو بریدونو کې وژل شوې دي.

په لومړي برید کې ناڅرګندو وسلوالو د جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د دې رسنۍ د دوبلې څانګې دوه کارمندانې سعدیه او شهناز وویشتل او دواړو په روغتون کې له ټپونو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ.

دغه راز د جلال آباد ښار د څلورمې حوزې په اړوند سیمه کې د یادې څانګې یوه بله کارمنده مرسل حبیبي هم ووژل شوه.

همدارنګه د ننګرهار امنیه قومندان ويلي، چې د مرسل وژونکی نیول شوی او په اړه یې پلټنې روانې دي.

ولسمشرۍ او د رسنیو ملاتړیو بنسټونو د یادې رسنۍ د دغو درې کارمندانو وژنه کلکه غندلې ده.

طالبانو په برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

شاوخوا درې میاشتې مخکې هم د انعکاس ټلویزیون کوربه خبریاله ملاله میوند په ورته یو برید کې وژل شوې وه.

Trending

Exit mobile version