تازه خبرونه

په ننګرهار ولایت کې موتر بم چاودنې مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي څرګنده کړې، چې نن غرمه ۱۲:۲۰ د دې ولایت د غنی خېل ولسوالۍ د یو امنیتي مرکز مخې ته موتر بم چاودنه شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې برید ګرو غوښتل د ولسوالۍ ودانۍ ته ور دننه شي؛ خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله او ووژل شول.

هغه دا هم ویلي، چې د تازه معلوماتو له مخې؛ په دې برید کې ۱۶ کسان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان دي.

د خوږیاڼي د حرګندونو له مخې؛ د چاودنې ځای ته په نږدې جومات کې هم خلک ځاني زیانمن شوي دي.

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د پېښې په ټپیانو او وژل شویو کسانو کې ماشومان هم شته.

کورنیوچارو وزارت زیاته کړې، چې د طالبانو په دې برید کې ۶ امنیتي ځواکونه هم ټپیان شوي دي. طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version