تازه خبرونه

په ننګرهار ولایت کې یوې بمي چاودنې ۲۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۸, ۱۴۰۰)

یو شمېر سرچینو آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې نن سهار (چارشنبه د وري ۱۸) د ننګرهار په جلال آباد ښار کې یوې چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي او ۱۸ نور ټپیان دي.

سرچینې زیاته کړې، چې چاودنه شاوخوا ۶:۳۰  د دوه یمې ناحیې د لغمان اډې په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د دغې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ یو نښلیدونکي ماین د سړک غاړې په ګلدان کې هغه مهال چاودنه وکړه، چې امنیتي ځواکونه له سیمې د تېرېدو په حال کې ول.

یوې بلې سرچینې آریانا نیوز ته منلې، چې په دې چاودنه کې د درې پولیسو په ګډون ۱۸ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې د ۴ ټپيانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د ننګرهار ځایي چارواکو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

تر دې دمه هیچا د برید مسوولیت ندی منلی.

تاوتریخوالی په ځانګړي توګه هدفي وژنې په دې وروستیو کې ډېرې شوي او ښاریان ترې اندېښمن شوي دي.

له دې وړاندې کورنیو چارو وزارت چارسمبالي حیات الله حیات ویلي وه، چې په لویو ښارونو لکه کابل او جلال آباد کې به تاوتریخوالی ډېر شي.

Trending

Exit mobile version