تازه خبرونه
په ننګرهار کي چاودنې ۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کي د ملي سوداګر نجیب عرب پر موتر چاودنه شوې ده.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی چاودنه تائیدوي او وایي؛ په دې چاودنه کې، چې د عیدګاه جومات مخې ته رامنځته شوې د نجیب عرب یو ساتونکی وژل شوي او د نوموړي په ګډون درې کسه ټپیان شوي دي.
د پېښې په سیمه کې عیني شاهدان وايي، په دغې سړک غاړې چاودنه کې یو تن وژل شوی او څو نور ټپیان دي.
د چاودنې مسوولیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخیستی.