تازه خبرونه
په ننګرهار کې۵۰ داعشیان او وسلوال طالبان وژل شوي
د ننګرهار چارواکي وايي، په ننګرهار کې۵۰ داعشیان او وسلوال طالبان وژل شوي دي.
دا کسان تېره شپه په هغه هوایي بریدونو کي وژل شوي، چې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د مامند درې په باندړ خوړ،ګردي سر او یو شمېر نورو سیمو کې تر سره شوي.
د ننګرهار والي ویاندعطاالله خوږیاڼی وايي په دغو بریدونو کې۳۵ داعشیان او ۱۵وسلوال طالبان وژل شوي او همدا راز ۱۸ داعشیان نور ټپیان دي .
هغه زیاتوي، د اچین ولسوالۍ په ګردي سر او باندر خوړ سیمو کې د امنیتي منسوبینو د توپچي بریدونو په ترڅ کې ۳۵ داعشیان ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان دي.
دغه بریدونه هغه مهال ترسره شول، چې په یادو سیمو کې داعشیان د ورانکاریو د ترسره کولو له پاره د پلان جوړونې په موخه را ټول شوي وه.
ویل کیږي، چې د اچین ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوته الوتکې د هوایي برید په ترڅ کې ۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي؛ یو میل هاوان او یو میل دهشکه یې هم له منخه تللې دي.