تازه خبرونه
په ننګرهار کې بې پایلوته الوتکې ۱۳ ملکي وګړي وژلي او ۱۷ نورټپيان دي
د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې بې پایلوته الوتکې په یوه برید کې دیارلس ملکي وګړي وژلي او اووه لس نورټپيان دي.
د چهارشنبې د سهارپه درې بجو د بهرنیو ځواکونو یوې بې پایلوته الوتکې د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په شډل سیمه کې د ځايي اوسیدونکیو یو کور بمبارد کړی.
قومي مشر محمد کمین وايي، په برید کې د درې مخورو په ګډون دیارلس کسان وژل شوي او اووه لس نور ټپيان دي، چې ماشومان هم په کې دي او ټول ملکي یې وګړي دي.
د اچین ولسوالۍ یو بل قومي مشر محمد عثمانپه ډاګه کړه، چې قربانیان په سیمه کې د رییس په نوم د یوه کس ستړې مشۍ ته، چې تازه له حج څخه ستون شوی و راټول شوي وه.
عیمي شاهد واصل خان وايي، خپله حاجي رییس او د هغه د کور درې کسان وژل شوي او شپږ نورټپيآن دي.
د دوی پخه وینا؛ د حاجي رییس شپږ خپلوان، چې د هسکې مینې ولسوالۍ څخه د هغه ستړي مشې ته راغلی وه هم وژل شوي دي.
ټپيان د جلال آباد مرکزي روغتون ته لیږدول شوي، چې د درې تنو یې روغتیايي حالت خراب دي.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې ویلي، په دې برید کې د قومندان حمزه او د قاضي محمد په ګډون د داعش اتلس وسله وال وژل شوي؛ خو د والي ویاند بیا یوازې د پېښې پخلی کوي او وايي، د قربانیانو په اړه څېړنې روانې دي.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، محمد نومی قومندان وژل شوی نه دی، بلکې د جلال آباد په روغتون تر درملنې لاندې دی.
نوموړي زیاته کړې، چې سیمې ته د یو پلاوی لیږل شوي او په اړه به یې بشپړ معلومات رسنیو ته ورذوسته وړاندې شي.
له دې دوه کاله وړاندې بهرنیو ځواکونو په اچین ولسوالۍ کې د ملي پولیسو یوه پوسته بمبارد کړې وه، چې په کې یو شمېر سرتېري مړه او ژوبل شوي وه.
خبریال: رحمت الله زیارمل