روغتيا
په ننګرهار کې خلک د ملاریا ناروغۍ له ډېرېدو اندېښمن دي
د ننګرهار ولایت اوسیدونکي محمد یونس ویلي، چې د اوړې له رارسیدو سره د ملاریا ناروغانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی.
د ننګرهار ولایت د تودوخې له ډېرېدو سره د بېلابېلو بڼو غوماشو ترڅنګ د ملاریا غوماشې هم ډېرې شوي، چې له کبله یې په خلکو کې د ملاریا ناروغي خوره شوې او پېښې یې مخ پر ډېرېدو دي.
په ننګرهار ولایت کې د ملاریا ناروغۍ پېښو زیاتېدو خلک اندېښمن کړي او وايي؛ په هر يوه کور کې له یوه تر پېنځه لویان او ماشومان پر ملاریا ناروغۍ اخته شوي دي.
خلک له مسوولینو غواړي، چې د ملاریا د څارنې لپاره باید په ډنډونو کې درمل وشيندي او خلکو ته دې پشخانې ووېشل شي.
داکتران وايي، چې په ننګرهار کې د ملاریا د ناروغۍ پېښې پنځوس په سلو کې ډېرې شوې دي.
په ختیځ کې له ملاریا سره د مبارزې مسوولینو ويلي؛ نه يوازې په ننګرهار کې، بلکې ټوله ختیځه سیمه ملاریا ناروغۍ لاندې کړې ده.
د داګترانو د څرګندونو له مخې؛ په مومندره، بټيکوټ، کامه، ګوشته، بهسود، سره رود، غني خیل او اچین ولسوالیو کې د ملاریا ناروغۍ پېښې ډېرې شوې دي.
په ختیځ کې له ملاریا ناروغۍ سره د مبارزې مسوول سید عبدالله بریالي منلې، چې د تېر کال پر پرتله په ټوله ختيځه سیمه او په ځانګړې ډول ننګرهار کې د دې ناروغۍ کچه پنځوس سلنه لوړه شوې ده.
دوي له خلکو غواړي، چې روغتیايي ټکي په پام کې ونیسي.
دغه راز په ننګرهار ولایت کې سږ کال د دينکي تبې او نورو ناروغيو د ډېرېدو په اړه هم د خلکو اندېښني ډېرې شوې دي.
روغتیايي مسوولینو د ناروغيو د څارنې او مخینوي لپاره د اړینو اقداماتو د ترسره کیدو خبره کړې او دا نه مني، چې کواګي مسوولین د ناروغيو د څارنې او مخنیوي په برخه کې اړین اقدامات نهوي ترسره کړي. دوی د درملو شیندل ګران کار بولي؛ خو زیاتوي، چې تر ډېره يې په مرکز او ولسوالیو کې خلکو ته پشخانې وېشلي دي.
ملاریا ناروغۍ د غوماشو له لارې له یوه انسان څخه بل ته لېږدېږي او لامل يې هم د ملاریا غوماشی دي، چې په ککړو اوبو او ډنډاویو کې پيدا کیږي.
يو شمېر روغتیا پالان وايي؛ که خلک خپلې حفظ الصحي ته پام وکړي او پشه خانې وکاروي، نو له دغې ناروغۍ خوندي کیدلي شي.
د ملاریا د مجادلې مسوولینو څرګنده کړې؛ د ملاریا د مخنيوي لپاره د عامې روغتیا وزارت پراخه کمپاینونه کوي او په هر روغتیايي مرکز کې مسوولینو ته دنده سپارل شوې، چې خلکو ته د مخنیوي لارې چارې وښيي.
