تازه خبرونه
په ننګرهار کې دوه د هیروئینو فابریکې او یوه د وسلو زیرمه له منځه وړل شوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې د هیروئینو د پروسس او تولید د دوه فابریکو او د وسلو د یوې زیرمې د له منځه وړلو خبر ورکوي.
په هغه خبرپاڼه کې، چې د یکشنبې په ورځ دغه وزارت خپره کړې؛ ترې په ډاګه شوې، چې د مخدره توکو د له منځه وړلو ځانګړې فطعې پولیسو تېره شپه د یو لړ ځانګړیو عملیاتو په ترسره کولو د هیروئینو دوه فابریکې کشف او له منځه وړې دي.
ویل کیږي ، چې دغه دوه فلبریکې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د ترمۍ په اړوند سیمه کې له منځه وړل شوې دي.
د دغو فابریکو ۵۵۰۰ کیلوګرامه تاریاک، ۱۰ کیلو ګرامه چرس، ۱۰ کیلو ګرامه هیروئین، دوه پایې جنراتورونه او ۲۴ بیلره کیمیاوي توکي، چې د مخدره توکو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیده هم په اړوند سیمه کې سوځول شوي دي.
دغه راز ویل شوي، چې د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه کې د دغه وزارت د ځانګړې قطعې د پولیسو او ملي امنیت د ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د طالبانو د وسلو او مهماتو ستره زیرمه کشف او له منځه وړل شوې ده.
خبرپاڼې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د ۴ ترهګرو له وژلو هم خبر ورکړی دی.