تازه خبرونه

په ننګرهار کې دوه ځانمرګي بریدګر نیول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

چارواکي وايي؛ په ننګرهار کې دوه ځانمرګي بریدګر، چې د کوزې پښتونخوا د باړې استوګن دي ونیول شول. دوی غوښتل، چې په جلال آباد ښار کې پر مهمو دولتي بنسټونو ځانمرګي بریدونه ترسره وړکړي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، دا دواړه په جلال آباد کې پر مهمو دولتي بنسټونو د ځانمرګو بریدونو لپاره راغلي وه؛ خو هدف ته له رسیدو مخکې ونیول شول.

خوږیاڼی زیاتوي، دې دواړو نیول شویو ځانمرګو ومنله، چې د بریدونو نیت درلود؛ خو د نیول شویو کسانو اعترافات رسنیو ته نه ورکول کیږي.

خوږیاڼی نیول شوي کسان طالبان بولي؛ خو وسلوال طالبان دا ردوي.

بلخوا پولیسو په روداتو ولسوالۍ کې درویشت کیلوګرامه خام چرس نیولي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند وايي، قاچاق وړونکیو غوښتل دا چرس جلال آباد ښار ته راولیږدوي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم پولیسو سلګونه کیلو ګرامه خام چرس نیولي وه.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version